مذهبي لیونیان
ډاکټرسرلوڅ مرادزی ډاکټرسرلوڅ مرادزی

مذهبونه او ادیان ټول په لږو ډېر توپير د وګړو لپاره او یا لږتر لږه د خپلو لارویانو او پلویانو لپارمنځلار او اعتدال توصیه کوي . خو اعتدال او منځ دریځي د نورو ادیانو منځ کې د اسلام سپيڅلی دین بنسټ جوړوي . د اسلام سپيڅلی دین خپلو لارویانو ته د افراط ، تشدد او په ټولنیځ چلند کې د لیونتوب پرځای د انډول ، زغم او تعقل لارښوونه کوي . 

د افغانانو ستر شخصیت فخر افغان پاچاخان هم افغانانو او په تېره بیا پښتنو ته عدم تشدد په ګوته کوي چې هغه هم د اعتدال لار ده او افغانان پرې له شخړو او جګړو څخه وتون او د دوستۍ او ورورۍ ژوند خپلولای شي .

د مذهبي ګروهې سربېره ، د افغاني کلتور او دود له مخې هم اعتدال د ژوند مالګه ده . که د ژوند هره چار او برخه له دې چورلیزه وښوييږي ، ژوند ناانډوله کیږي ، کږیږي او په ګړنګونو ورسمیږي . که ټولنه کې سیاسي واګي د منځلارو پرځای د توندلارو په لاس ورشي او په تېره بیا کله چې مذهبي لیونیان د ولس مشران او واکمنان شي ، نو راشه که يي ګوري د ولسونو تباهي هله پیلیږي .

څه ښه يي ویلي « ترکاڼي د بیزو کار نه دی » ، سیاست لکه د وریښمنو په تار د مرغلرو پييل ، په ملي چورلیځ د ولسونو راغوڼدول ، د ملي ننګونو په وړاندې د پرګنو ویښوول او د ملي ګټو لپاره د خلکو یو موټي کولو پشان د ظریفو دندو ، تدبیرونو او اقداماتو ټولګه ده . لومړی خو دین او مذهب له حکومته لیری ساتل پکار دي ځکه چې حکومت او د حکومت سیاستونه تل په تغییر کې دي ، په داسې حال کې چې دا تغیرونه بیا په مذهبونو او ادیانو کې ژر د لیدوړ او ډېر ګړندي نه وي .

ددې خبرو ښه ثبوت دا دی هغه کسان چې نن د ډیورند تپلې کرښې دواړو غاړو لوی افغانستان کې د مذهب په نوم د سیاست ډګر ته راوتلي ، ساده وګړو ته په تبلیغاتي غړغړو کې د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر ( رض ) د خلافت  مهال د عدالت افسانې او قصې بیانوي ، د اسلامي واکمنۍ د ښېګڼو او اسلامي خلافت کې د عدل الاهي د بسیا لاپې وهي ، خو په عمل او کړیا وو کې دوی خپله سیاست او مذهب  دواړه په شرمونو  وشرمول . دا توندلارې مذهبي ډلې د اسلام په سپکاوي لویدیځواله دیموکراسي او سیکولر ځواکونه تورنوي ، خو حقیقت کې د اسلام ریښه او سټه دوی خپله له بیخه راباسي .

څو موده وړاندې په روزګان کې طالبانو ، د عایشې په نوم یوې افغان میرمنې څخه غوږونه او پزه دواړه پرې کړل . چې روسته بیا دا میرمن د امریکایانو لخوا روغتون ته واستول شوه او په امریکا کې پلاستیک جراحي شوه . اوس دا میرمن بېرته د پزې او غوږونو خاونده شوې او امریکا کې اوسیږي . د اسلام ټيکداران له افغانانو پزې او غوږونه پریکوي ، خو عیسوۍ او نا اسلامه امریکا همدغو پزپریکړو او غوږپریکړو ته ، نوې پزې او غوږونه رغوي !

څوک د انسان په خدمت کې دی ، د تمدن او دیموکراسۍ پلویان او که د مذهب تر پاک چتر لاندې مست لیونیان !

دلته موخه دا نه ده چې د امریکا دولت له سیاستونو څخه ملاتړ وشي ، بلکې د انسان او انسانیت په اړه د اسلام د درواغجنو مدعیانو او د عیسوي امریکایانو د چلند او سلوک د توپير یوه بېلګه په ګوته کول دي .

تېرکال هم دغو لیونیانو په سوات دره کې یوه پښتنه پيغله په عام محضر کې د لغتو او لښتو لاندې اچولې وه ، هغه مهال هم دغو لیونیانو ټوله نړۍ پخپل وحشت او بربریت پورې وخندوله او څونه چې يي کولای شول ، د اسلام دین يي نوم بدي او د نړیوالو په ذهن کې وواهه !

دلته به بس وي چې ددغو مذهبي لیونیانو په لاس ترسره شوې څو روستۍ پېښې رایادې کړو :

 د دیسمبر په ۲۶ مه د باجوړ په مرکز خار کې «  یو تن چې چادري یې اغوستې وه او تراوسه څرګنده نه ده چې ښځه وه او که سړی، د هغو بې ځایه شویو په منځ کې يي ځان والوځاوه چې د ملګروملتو د خوړو له نړیوال پروګرام څخه یې د خوراکي موادو مرستې ترلاسه کولې . په دې برید کې لږ ترلږه ۴۳ تنه ووژل شول او څه له پاسه اتیا تنه ټپيان شول »

دغه بې وزله کسان د مذهبي توندلارو په بریدونو کې  پخوا له خپلو کورو بېځایه شوي او له خپلو کورونو لری په پنډغالي کې د یوې ګولې مړۍ لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام د دفتر مخ ته راټول شوي وو .

 د کرکې وړ دا ده ، ټولې نړۍ د بېلا بېلو مذهبونو او ادیانو لارویانو دا غمیزه وغندله ، خو د سیمي اسلامي مذهبي لیونیانو بیا په سپين سترګۍ او بې شرمۍ سره ددې خونړۍ پېښې مسولیت پر غاړه واخیست او دا يي د ویاړ او برم پېښه وګڼله !

همدارنګه د روان کال د ديسمبر په ۶ مه د لر افغانستان د مومندو په سیمه کې دوه تنو اسلامي توندلارو ځان والوځاوه ، چې پایله کې يي څلویښت تنه شهیدان او اویا تنه ټپیان کړل .

« د مومند ایجنسۍ د طالبانو د تحریک مشر عمرخالد له نامالوم ځایه د ټېلفون له لارې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا برید د دوی د عربو ملګرو پرخلاف د پاکستان د امنیتي ځواکونو د هغو عملیاتو غچ وو چې په ترڅ کې یې عربان ونیول شول. راپورونه وايي چې په وژل شویو کې دوه خبریالان او دوه قبایلي مشران هم شامل دي »

د ډیورند تپلې کرښې دې غاړه بر افغانستان کې خو دا سې ورځ نشته چې د مذهبي ترهګرو په لاس څو ښوونځي نه وي وران شوي او سوځېدلي . دغه لیونیان د ښوونځیو ورانول او سوځول ، د نجونو او ښځو پر مخونو تیزاب پاشل ؛ د ښوونکو ، استادانو او نورو ملي کادرونو وژل ، د ماشومانو تښتول او خرڅول خپله اسلامي دنده بولي . عربو څخه د پيسو  او د ای ایس ای او ایراني مذهبي لیونیانو څخه وسلې اخیستل او خپل هېواد افغانستان پرې کنډواله کول خپله مذهبي چاره ګڼي .

دې مذهبي لیونیانو وړم کال د « پنجشنبې په ورځ سهار وختي پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سيمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه يوه چاودنه وکړه چې له امله يې د پښتو د صوفي او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان بابا قبر ويجاړ شو. »

هغه مهال کله چې ټولو افغانانو دا ملي ضد پېښه وغندله ، یو څو مذهبي لیونیانو په ویاړ وویل چې هو موږ د باباګانو د مزارونو ویجاړول خپله اسلامي دنده بولو .

د باباګانو د زیارتونو له ویجاړۍ روسته يي سږکال ، د افغانانو د میړنیو ، نامتو او ملي څېرو غندلو ته متې رابډ وهلي دي . د بهرنیو ځواکونو د پاته کېدو ترشا ، د چا لاس ؟ تر سرلیک لاندې لیکنه کې چې روستیو کې په ټول افغان ملي بریښپاڼه کې خپره شوې « امان الله خان ، داؤد، ظاهر شاه ،  ډاکټر نجيب الله ، بهاؤالدين مجروح، عبدالقيوم رهبر، سيدال ، نادرشاه » په پوره مذهبي لیونتوب سره غندل کیږي . د خپل ملي تاریخ ، میړنیو ، ملي ګټو او ملي ویاړنو په ضد درېدل ، هغه څه دې چې زموږ د ګاوڼد رقیبان لکه پنجابیان او ایرانیان او یا عربي لیونیان يي غواړي . د یادې لیکنې لیکونکی کاڼي اخلي خپل باباګان ، میړنیان ، ملي اتلان پرې ولي . دا مذهبي جنون او لیونتوب نه دی نو څه دي !

دغو توندلارو پخوا هم د امریکا او لویدیځ جهاد په مهال  چې د ډالرو د کڅوړو او بوجیو خولې پرې راخلاصې وې ، په پاکستان کې د افغان ملي او هېوادپالو کسانو په وژلو او ای ایس ای ته په سپارلو کې صرفه نه دې کړې . دلته د بېلګې پتوګه د یو څو تنو نومونه رااخلم چې یا دغو مذهبي لیونیانو پخپل لاس وژلي دي او یايي ای ایس ای ته په لاس ورکړي چې هغوي شکنجه کړي او بیا يي وژلي دي : سید بهاوالدین مجروح ، جنرال ګلرنګ ، حاجي سرفرازخان ،حاجی زرین ،ډاکټر ځدران ، حکیم کټوازی ، محمد هاشم پکتیاني ، ډګروال نظرمحمد ، د کونړونو والي سلیم ، ډاکټر لودین ، عزیزالرحمان الفت او په سلګونو نور

البته د هغه ملي مشرانو ، مولویانو ، سپينږیرو ، ښوونکو ، استادانو ، خبریالانو ، هنرمندانو او نورو ملي کادرونو نوملړچې  دغو لیونیانو په روستیو کلونو کې د ډیورند پر دواړو غاړو وژلي دي ، بیخي اوږد دی چې ددې لیکنې په غیږ کې نه ځاییږي او په دې اړه د کتابونو څو ټوکو ته اړتیا لېدل کیږي .     

 اوس چې دغو لیونیانو ته ویل کیږي بس دی خپل کور نور مه ورانوۍ ، راځۍ تاسو هم په حکومتي واک کې شریک شۍ . له تاسو پرته هم مذهبي لیونیان لکه رباني ، سیاف  ، فهیم ، خلیلي ، محقق او نور په حکومت کې پاخه ناست دي . ستاسو په راتګ به کابل کې د مذهبي لیونیانو واک بشپړ شي او  افغانستان کې د لویدیځ د پاتې کېدو پلمه به هم ختمه شي او جګړه هم .

خو که په روغه جوړه سره دولتي واک کې برخه نه اخلی او جګړه اوږدوۍ دا په دې مانا ده چې په نا مستقیمه توګه غواړۍ د امریکایانو او لویديځ شتون په افغانستان او سیمه کې دایمي کړۍ او اوس دا هغه څه دي چې ټول افغانان پرې پوهیږي . یانې تاسې مذهبي لیونیان په پوهاوي او یا ناپوهاوي سره د لویدیځ د پاتېکېدو لامل ګرځۍ ! او ددې ستر چوپړ چې کوم ډالري ارزښت کیږي نه غواړۍ هغه له لاس ورکړۍ !

پوښتنه دا ده دا لیونیان چې ځان خپلواک او ازاد بولي ایا دوی د ای ایس ای ، القاعدې او نورو جاسوسي کړیو له مرستې او ملاتړ پرته ګام اخیستلای شي . د افغانانو پر ضد د جګړې لګښت له کومه کوي ، په جګړه کې خپل ټپيان کوم روغتون ته او چیري وړي ؟ د ای ایس ای او د پنجاب نور مشران چې هره ورځ واي چې دوی د پنجاب په لارښوونه او پنجاب لپاره جنګیږي ، دوی ددغو څرګندونو په وړاندې ولې د غندلو زړه او جرات نه لري ؟ دا او داسې نورو په سلګونو او زرګونو پوښتنو ته باید دوی ځواب ووايي !       

خواره دې شي مینځه چې د مینځې کالي وینځي !

اخځونه :

ــ بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د دیسمبر ۲۸ مه


December 29th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات